د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه د بارډر مېنجمنټ ښه والي له كورنۍ سلامتيا باوري كولو له د سول آرمډ فورسز د 29نويو شاخونو جوړولو پرېكړه

د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د لوړې كچې غونډه د بارډر مېنجمنټ ښه والي له كورنۍ سلامتيا باوري كولو له د سول آرمډ فورسز د 29نويو شاخونو جوړولو پرېكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د لوړې كچې په غونډه كښې د بارډر مېنجمنټ ښه والي له كورنۍ سلامتيا باوري كولو له د سول آرمډ فورسز د 29 نويو شاخونو جوړولو پرېكړه شوې۔ په غونډه كښې سركاري چارواكو او اعلٰې عسكري مشرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د مجموعي كورنۍ سلامتيا د وضعې جاج واخستل شو۔ د ګل په ورځ د وزیراعظم هاٶس لخوا د جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې پرېكړه وكړې شوه چې د قامي سلامتيا سلاحار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه به د نېشل اېکشن پلان د عملدرآمد كمېټۍ مشر وي او د كمېټۍ په نورو غړو كښې به داخله سېكتر ٬ د نېشنل كاٶنټرټېررازم اتهارټۍ ډاائرېکټر جنرل٬ صوبائي سېكتران ، انسپکټر جنرلز آف پولیس، داخله سېكتران او د وزیراعظم د دفتر دوهم سېكتر شامل وي۔

د هرې يوې استخبارتي اېجنسۍ يو نمائنده به د كمېټۍ معاونت كوي او د پوځ نمائندګي به د ملټرر آپرېشنز ډائرېكټر جنرل (ډي جي اېم او) كوي۔ په غونډه كښې ترهه ګرو ته د فنډنګ مخنيوي له د اوسنۍ تګلارې هم جاج واخستل شو او په دې حقله اقدامات لا سختولو له اتفاق وشو۔ په غونډه كښې د پارلمان په منظور شوې سائبر كرائم بل هم غور وشو٬ دا پرېكړه وشوه چې د دې قانون پحقله د عملدرآمد نظام به زر جوړولې شي۔

په غونده كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان٬ د خزانې وزير اسحاق ډار،د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف ، د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز،د وزیراعظم د خارجه چارو مرستيال طارق فاطمي، د قامي سلامتيا سلاكار لېفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنجوعه، د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل لېفټېننټ جنرال رضوان اختر، د آئي بي ډائريكټر جنرل آفتاب سلطان، خارجه سېکتر اعزاز چوهدری او اعلٰې سول او عسكري چارواكو ګډون وكړو۔(م ع/ګ ل/1920)