د اسلام آباد په سېكټر اېف ټېن تهري كښې د دوه ډلو ترمېنځه په ډزو كښې د سېنېټ پخواني چيئرمېن محمد ميا سومرو خورې مړ شوے

د اسلام آباد په سېكټر اېف ټېن تهري كښې د دوه ډلو ترمېنځه په ډزو كښې د سېنېټ پخواني چيئرمېن محمد ميا سومرو خورې مړ شوے

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د اسلام آباد په سېكټر اېف ټېن تهري كښې د دوه وسله والو ډلو ترمېنځه په ډزو كښې د سېنېټ پخواني چيئرمېن محمد ميا سومرو خورې مړ شوے او يو بل تن ژوبل شوے۔ د نجي ټي وي راپور له مخې تېره شپه د اسلام آباد په سېكټر اېف ټېن تھري كښې د دوه وسله والو ډلو ترمېنځه د ډزو تبادله وشوه۔ په ډزو كښې يو تن مړه او يو ژوبل شوے۔ ژوبل شوے تن پېمز روغتون ته رسول شوے۔ د پوليسو له مخې په پېښه كښې مړ شوے تن ملك فهد د سېنېټ پخواني چيئرمېن محمد ميا سومرو خورې دے۔ پوليسو د پېښې پلټنې پېل كړې دي۔