د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې به څلور كسيزه پارلماني پلاوې كوريا كښې د يورو اېشين هېوادونو په سپيكرانو كنفرنس كښې ګډون كوي

د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې به څلور كسيزه پارلماني پلاوې كوريا كښې د يورو اېشين هېوادونو په سپيكرانو كنفرنس كښې ګډون كوي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22جون2017ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې به څلور كسيزه پارلماني پلاوې كوريا كښې د يورو اېشين هېوادونو په سپيكرانو دوهم كنفرنس كښې ګډون كوي۔دا څلور كسيزه پلاوې به د جون په 25مه نېټھ سئيول ته روانېږي۔د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ له مخې د يورو اېشين هېوادونو دا دوهم كنفرنس به د جون د 26مې نېټې نه تر 28مه نېټې پھ سئيول كښې كېږي۔د پلاوي په غړو كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د قامي اسمبلۍ غړي عبدالغفار ډوګر٬قيصر احمد شېخ او چوهدري عابد رضا شامل دي۔پلاوې به په سوئېلي كوريا كښې د بېلا بېلو هېوادونو استازو سره ملاقاتونه هم كوي۔