د خپل او د خپلو راتلونكو نسلونو د سباؤن تحفظ لپاره به يو موټې كېدو سره د پاكستان دجوړونكو په قدم تللو سره د تيارې خاتمه او رڼا د خپل مقدر جوړولو عزم كول وي٬

دجمهوريت په اړه د اجتماعي اتفاق مثبتې نتيجې رواځي٬ هېواد د ناامني ٬ ترهګرې او دانتهاخوښې نه پاكولو لپاره د پاكستان پوځ او قانون نافذ كوونكې نورې ادارې موثر كردارترسره كوي٬ په پاكستان كښې امن بحال كېږي۔ د اولس مشر ممنون حسېن د ازادې دجشن په موقع پېغام

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې د خپل او د خپلو راتلونكو نسلونو د سباؤن تحفظ لپاره به يو موټې كېدو سره د پاكستان د جوړونكو په قدم تللو سره د تيارې خاتمه او رڼا د خپل مقدر جوړولو عزم كول وي٬ د جمهوريت په اړه د اجتماعي اتفاق مثبتې نتيجې رواځي٬ هېواد د ناامني ٬ ترهګرې او د انتهاخوښې نه پاكولو لپاره د پاكستان پوځ او قانون نافذ كوونكې نورې ادارې موثر كردار ترسره كوي٬ په پاكستان كښې امن بحال كېږي۔

اولس مشر دا خبرې د ازادې ورځې په موقع د قوم په نامه په خپل پېغام كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل چې د اګست په 14مه نېټه مونږ د خپلې ازادې ورځ يو نوي جوش او جذبې سره لمانځو او بايد مونږ باور ولرو چې زمونږ دا جوش او جذبه به په راتلونكي كښې مونږ لپاره د سياسي٬ اقتصادي او سماجي استحكام لار هواره كړي۔ اولس مشر ووئيل چې د تېرو څو كلنو راهيسې خو وطن يو شمېر ازمېښتونو سره مخ پاتې شوے خو قوم خپل پوخ عزم سره د دې ستونزې مقابله كړې۔

د پاكستان حكومت د ناامنې٬ ترهګرې او د انتهاخوښې ختمولو لپاره پوره سياسي عزم سره د كارروائې كولو پرېكړه وكړه چې له مخې ئې د پاكستان پوځ او نورې قانون نافذ كوونكې ادارې موثره كردار ترسره كوي او په نتيجه كښې ئې په پاكستان كښې امن بحال كېږي۔ اولس مشر ووئيل چې دغسې حكومت اقتصادي بهترې لپاره هم كوټلې پالېسې خپلې كړې او په نتيجه كښې ئې كاروباري ماحول ښه كېږي٬ نه يوازې په پاكستان كښې د ملكي او غېر ملكي سرمايه كارې موقعې پېدا كېږي٬ بلكې بهرني سرمايه كار هم پاكستان ته راروان دي۔ اولس مشر ووئيل چې د خپل او د خپلو راتلونكو نسلونو د سباؤن تحفظ لپاره به يو موټې كېدو سره د پاكستان د جوړونكو په قدم تللو سره د تيارې خاتمه او رڼا د خپل مقدر جوړولو عزم كول وي۔