مخالفې ډلې په تېرو حكومتونو د تنقيد كولو په ضد د قامي اسمبلۍ څخه واك آٶټ وكړو ٬وزیراعظم نواز شریف د خپلو ملګرو سره د هغوي پخلا كولو له لاړ

مخالفې ډلې په تېرو حكومتونو د تنقيد كولو په ضد د قامي اسمبلۍ څخه واك آٶټ وكړو ٬وزیراعظم نواز شریف د خپلو ملګرو سره د هغوي پخلا كولو له لاړ

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) مخالفې ډلې په تېرو حكومتونو د تنقيد په ضد قامي اسمبلۍ څخه واك آٶټ كړے ؤ ٬ وزیراعظم نواز شریف د خپلو ملګرو سره د دوي پخلا كولو له لاړو او دوي بېرته اسملۍ ته راوستل ۔د شورو په ورځ د اعتراض په نكته سید خورشید احمد شاہ ووئيل مونږ تل په ګډه د ترهه ګرۍ د مقابلې خبره كړې ٬ كله مو په حكومت تنقيد نه دې كړې۔

ده ووئيل مونږ له د چا نه هېواد څخه د مينې سند ترلاسه كولو ته حاجت نشته او نه آصف علي زرداري د چا ستائنې ته حاجت لري ٬ ده ووئېل د حكومتې رويې په ضد مونږ د ايوان نه واك آٶټ كوٶ او دې سره پيپلز ګوند٬ جماعت اسلامي او د پاكستان تحريك انصاف غړيو ايوان څخه واك آٶټ وكړو۔ سپیکر وفاقي وزير میا ریاض حسېن پیرزادہ ته امر وكړو چې مخالفه ډله پخلا كړي او ايوان ته ئې راولي ٬په دې موقع وزیراعظم محمد نواز شریف پخپله د مخالفې ډلې خوا له ورغلو او خپله ئې د پیپلز ګوند ٬پي ټي آئي او جماعت اسلامي غړي پخلا كولو سره ايوان ته راوستل٬ دغسې غړيو د وزیراعظم د پرېكړې هركلې وكړو۔