يادګيردنه:دا خبر د اګست 11مې نېټې سهار څخه وړاندې خپور يا نشر نه كړی۔

مننه د پاكستان آئين او د ملګرو ملتونو بشري حقونو اعلاميې ترمخه ټولو اقليتونو له د يو برابرحقونو وركولو عزم لرو٬پھ هېواد كښې د ورورولۍ او زغم كلتور ته وده وركول زمونږاخلاقي٬مذهبي او سماجي زمه واري ده۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د اقليتونو ورځې په موقع پیغام

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي حكومت د آئين او د ملګرو ملتونو بشري حقونو اعلاميې ترمخه ټولو اقليتونو له د يو برابر حقونو وركولو عزم لري٬پھ هېواد كښې د ورورولۍ او زغم كلتور ته وده وركول زمونږ اخلاقي٬مذهبي او سماجي زمه واري ده٬ د اګست 11مه نېټھ د اقليتونو ورځې په توګه نمانځلو پیغام كښې ده ووئيل د دې ورځې لمانځلو مقصد قامي جوړښت كښې د اقليتونو كردار منل او د هغوي د حقونو تحفظ كول او د ټولو مذهبونو وګړيو ترمينځه قامي همږۍ ته وده وركول دي۔

ده ووئيل دا ورځ د اقليتونو د لويو قربانيو ياد تازه كوي او هغوي ته د پیښو مسئلو احساس راكوي۔ ده ووئېل د اقليتونو ورځ د انسانيت خذمت او څوكاله پاكستان لپاره د يو والي څرګندونه ده۔وزيراعظم ووئيل قائداعظم محمد علي جناح د قانون سازې اسمبلۍ وړومبۍ غونډې ته خپل خطاب كښې د يو جديد٬معتدل او د څوكاله پاكستان بنياد اېښودې وو۔حكومت د قائداعظم د وژن له مخې د اقليتونو د حقونو تحفظ باوري كوي۔ده ووئيل د اقليتونو د حقونو تحفظ زموڼږ د منشور برخه ده۔وزيراعظم ووئيل د دې ورځې د لمانځلو مقصد د اقليتونو د قدر وړ كردار منل او د هغوي حقونه باوري كول او د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركول دي۔