يوازې مونږ په اتحاد شيطاني قواؤ ته د څپيړی ځواپ په سوك وركولې شو٬

د پاكستان حكومت٬اولس٬وسله وال ځواكونه او د قامي سلامتيا ادارې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو موټې دي او پھ راتلونكې كښې به هم يو موټې وي٬دا جنګ به منطقي انجام ته رسولې شي٬د ترهه ګرۍ ختمولو عزم به كمزورې كېدو له ورنكړو بلكې د وړاندې نه په زيات عزم به مخ پھ وړاندې ځو٬مونږ له پھ هر ډول دغې نظريې له ماتې وركول دي٬مونږ به دامكروه عزائم د خاورو كولو نه غېر په قلار نه كينو٬د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې پھ پراخا پیمانه روښانه امكانات زمونږ دښمنان نه شي هضمولې٬د هغوي مقابللپاره زمونږ يو موټې كېدل ضروري دي٬په مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو پاكستان غلي نه شي پاتې كېدې٬ پاكستان هرې طبقې٬عقيدې٬رنګ او نسل سره تعلق لرونكو خلقو لپاره محفوظه ځائ جوړول زمونږ مشن دے٬دا د ټول قام او د سياسي ګوندونو مشن او دقائداعظم وژن دے٬د پاكستان استخباراتې ادارې شپھ او ورځ خواري كوي او د ترهه ګرۍ ناكامه كولو هلې ځلې كوي۔د وزيراعظم محمد نواز شريف قامي اسمبلۍ كښې د كوئټې په پیښه پالېسي بيان

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي يوازې مونږ په اتحاد شيطاني قواؤ ته د څپيړی ځواپ په سوك وركولې شو٬د پاكستان حكومت٬اولس٬وسله وال ځواكونه او د قامي سلامتيا ادارې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو موټې دي او پھ راتلونكې كښې به هم يو موټې وي٬دا جنګ به منطقي انجام ته رسولې شي٬د ترهه ګرۍ ختمولو عزم به كمزورې كېدو له ورنكړو بلكې د وړاندې نه په زيات عزم سره به مخ پھ وړاندې ځو٬مونږ له پھ هر ډول دغې نظريې ته ماتې وركول دي٬مونږ به دا مكروه عزائم د خاورو كولو نه غېر په قلاره نه كينو٬د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې په پراخا پیمانه روښانه امكانات زمونږ دښمنان نه شي هضمولې٬د هغوي مقابلې لپاره زمونږ يو موټې كېدل ضروري دي٬په مقبوضه كشمير كښې د هند په ظلمونو پاكستان غلې نشي پاتې كېدې٬ پاكستان هرې طبقې٬عقيدې٬رنګ او نسل سره تعلق لرونكو خلقو لپاره محفوظه ځائ جوړول زمونږ مشن دے٬دا د ټول قام او د سياسي ګوندونو مشن او د قائداعظم وژن دے٬د پاكستان انټلي جنس ادارې شپھ او ورځ خواري كوي او د ترهه ګرۍ ناكامه كولو لپاره هڅې كوي۔

د شورو پھ ورځ قامي اسمبلۍ كښې د كوئټې په پیښھ پالېسي بيان كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل كوئټه كښې رامينځ ته شوې د ترهه ګرۍ پېښې ټول قام غمجن كړی٬مونږ د ترهه ګرۍ ختمولو له چې كوم عزم كړی دا پیښه هغه نشي كمزورې كولې٬مونږ به د وړاندې نه زيات عزم سره مخ پھ وړاندې ځو۔ده ووئيل بې لارې شوي عناصر كله په كراچۍ كښې اسماعيلي ټولنه پھ نښه كوي نو كله پھ كوئټھ كښې هزاره ټولنه ٬كله پھ پیښور كښې په چرچ بريدونه كوي او كله په آرمي پبلك سكول كښې بې ګناه ماشومان ووژني٬ ده ووئېل په ټول هېواد كښې د هرې طبقې تعلق لرونكې نامتو شخصيات پھ نښه كولې شي٬د اقليتي ټولنې پھ ضد د ترهه ګرۍ كاروائۍ كېږي٬ وزيراعظم ووئېل داسې عناصر د اولس او د پاكستان دښمنان دي٬مونږ له پھ هر قيمت دغې نظريې ته ماتې وركول دي۔

هغوي پاكستان كښې د امن او امان ښھ كېدونكې وضعه نه شي ليدلې٬كه بلوچستان ښه شي دا هغوي نه شي زغملې ۔وزيراعظم ووئيل د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژې پھ پراخا پیمانه روښانه امكانات زمونږ دښمنان نه شي هضمولې٬د هغوي مقابلې لپاره زمونږ يو موټې كېدل ضروري دي۔وزيراعظم ووئيل مونږ يوازې د اتحاد د لارې شيطاني قواؤ ته د څپېړې ځواب په سوك وركولې شو۔

وزيراعظم ووئيل پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو په ضد مونږ په هره كچه د خبرتيا كمپائن پېل كړے ٬پھ دې حالاتو كښې پاكستان غلې نه شي پاتې كېدې٬زمونږ د قامي سلامتيا ادارې د پاكستان په پولو او په پاكستان كښې دننه د سختو اقداماتو كولو حق لري٬ ده ووئېل د رياست حفاظت سره سره د پولو دننه ژوند محفوظول د ادارو ذمه واري ده۔وزيراعظم ووئيل پاكستان هرې طبقې٬عقيدې٬رنګ او نسل سره تعلق لرونكو خلكو لپاره محفوظه ځائ جوړول زمونږ مشن دے٬دا د ټول قام او د سياسي ګوندونو مشن او د قائداعظم وژن دے٬ ده ووئېل زمونږ ادارو د ترهه ګرۍ په سلګونو پلانونه شنډ كړي۔

د ترهه ګرو نيغ په نيغه هدف د پاكستان بنياد دے٬د وسله والو ځواكونو نه واخله تر عامو وګړيو هر يو پاكستانې د قام د دې دښمنانو هدف وو۔ده ووئيل زمونږ ادارې خپل كار كوي او اوس پاكستان زيات محفوظ او توان لرونكې دے۔وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل يو ځل بيا وئېل غواړم د پاكستان حكومت٬د پاكستان اولس٬وسله وال ځواكونه او د قامي سلامتيا ادارې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو موټې دي او يو موټې به وي۔(م ع/ض ض/وس/1845)