وزيراعظم محمد نواز شريف د برتانيې په مانچسټر ښار كښې د چاودنې غندنه وكړه

وزيراعظم محمد نواز شريف د برتانيې په مانچسټر ښار كښې د چاودنې غندنه وكړه

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مئ2017ء) وزيراعظم محمد نواز شريف د برتانيې په مانچسټر ښار كښې د چاودنې غندنه كړې په كومه كښې چې 22 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد نواز شريف ځپليو كورنيو سره د خواخوږې څرګندونه كړې او وئيلي ئې دي چې د ترهګرې خاتمې لپاره مربوط هڅې ضروري دي او د بې ګناه وګړو په نښه كولو داسې هر ډول كارروائي د غندنې وړ ده۔ ده ووئيل چې پاكستان د هر ډول ترهګرې په ضد د برتانيې حكومت او اولس سره دے۔