آپرېشن ضرب عضب نه ترهګر په تېښته او وار خطا دي۔ د كوئټې پېښې ځپليو كورنيوسره د بشپړې خواخوږۍ څرګندونه كوؤ۔ چوهدری برجېس طاهر

آپرېشن ضرب عضب نه ترهګر په تېښته او وار خطا دي۔ د كوئټې پېښې ځپليو كورنيوسره د بشپړې خواخوږۍ څرګندونه كوؤ۔ چوهدری برجېس طاهر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي آپرېشن ضرب عضب نه ترهګر په تېښته او وار خطا دي۔ د نهې په ورځ د پارلېمنټ هاؤس مخې ته ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د وګړيو د ځان او مال ساتنه د رياست ذمه واري ده۔ كله نه چې ضرب عضب عمليات پېل شوي ترهګر په تېښته او وار خطا دي۔ ده ووئيل هېواد كښې 90 فيصد ترهه ګر ختم كړې شوي۔

پاتې 10 فيصده به هم ډېر زر ختم كړې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل د ترهه ګرۍ ختمولو له ټولې وسيلې كارولې شي۔ مونږ د كوئټې پېښې ځپليو سره بشپړه خواخوږي لرو۔ده ووئېل د كال 2013ء په مقابل كښې د امن وضعه ښكاره ښه شوې او راتلونكو څو مياشتو كښې به په دې قابو وموندلې شي۔ ده ووئيل حكومت به د كوئټې پېښه ككړ ترهه ګر خپل انجام ته رسوي۔