کوئټه كښې ترهه ګري د افسوس وړ ده ٬ اقتصادی راهداري د ټول هيواد پروژه ده ،

كه زمونږ دښمن څرګند دے نو د اشارو په ځائ دې د هغه نامه واخستلې شي۔ د هاؤسنګ اوتعمیرات وفاقی وزیر اکرم خان درانی قامی اسمبلۍ كښی د خیالاتو څرګندونه

کوئټه كښې ترهه ګري د افسوس وړ ده ٬ اقتصادی راهداري د ټول هيواد پروژه ده ،
كه زمونږ دښمن څرګند دے نو د اشارو په ځائ دې د هغه نامه واخستلې شي۔ د هاؤسنګ اوتعمیرات وفاقی وزیر اکرم خان درانی قامی اسمبلۍ كښی د خیالاتو څرګندونه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د هاؤسنګ او تعمیرات وفاقی وزیر اکرم خان درانی وئيلي دي کوئټه كښې ترهه ګري د افسوس وړ ده ٬ اقتصادی راهداري د ټول هيواد پروژه ده ، كه زمونږ دښمن څرګند دے نو په اشارو كښې د خبرې كولو په ځائ دې نامه واخستلې شي۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ غونډه كښې په كوئټه كښې د ترهه ګرۍ په پېښه بحث كښی ده د پېښې سخته غندنه وكړه ، ده ووئيل بايد دا په كوئټه نه په پاکستان بريد وګرځولې شي۔

سرلښكر او د بلوچستان وزیراعلیٰ يو ډول بيان وركړې چې سی پیك ناکامه كولو لپاره دا بريد شوے۔ ده ووئيل سی پیك د ټول پاکستان پروژه ده او دې سره به نوې پاكستان جوړېږي ، دا بیانونه د استخباراتي راپورونو په بنياد وركړې شوي ۔ده ووئيل كه زمونږ دښمن څرګند دے نو په اشارو كښې د خبرې كولو په ځائ دې نامه واخستلې شي۔ د ګوادر پورټ پھ ضد كه امریکا يا كوم بل هيواد کارروائی كوي نو هغوي سره دې خبره وكړې شي او قام ته دې حقائق وښودلې شي۔ ده ووئيل تر څو چې اولس په پريكړو كښې شريك نه كړې شې تر هغه وخته مطلوبې نتيجې نه شي ترلاسه كيدې ۔ ده ووئيل پاك پوځ د هيواد پوځ دے ٬ سرلښكر تل د آئین احترام كړے ۔ ده ووئيل د سرلښكر او وزیراعظم هلته تلل د هغوي ذمه واری وه۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1655)