ترهګر د جمهوريت په ستنو بريدونه كوي٬ د ترهګرو په ضد د ټول قوم عزم غېر متزلزل دے٬

د ترهګرې خاتمې لپاره ضرب عضب عمليات او قومي اېكشن پلان ناقابل واپسي دے۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د عوامي نېشنل ګوند د قومي اسمبلې غړي حاجي غلام احمد بلور سره په ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې ترهګر د جمهوريت په ستنو بريدونه كوي٬ د ترهګرو په ضد د ټول قوم عزم غېر متزلزل دے٬ د ترهګرې خاتمې لپاره ضرب عضب عمليات او قومي اېكشن پلان ناقابل واپسي دے۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د عوامي نېشنل ګوند د قومي اسمبلۍ غړي حاجي غلام احمد بلور سره د ملاقات په مهال په خبرو كښې وكړې۔

وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې په كوئټه كښې د ترهګرو د بريد نه دا خبره څرګندېِږي چې هغه د هرې يوې هغې ادارې نه كركه كوي كومه چې زمونږ د سياست لازمي جز دے۔ وزيراعظم ووئيل چې هغه د خپلې منحرف نظرئې د لارې زمونږ رياست او سماج په نښه كول غواړي خو بايد ترهګرو ته معلومه وي چې د د رياست او د حكومت په توګه د د ترهګرې خاتمې لپاره ضرب عضب عمليات او قومي اېكشن پلان ناقابل واپسي دے۔ وزيراعظم ووئيل چې پاكستان د مضبوط٬ په اقتصادي توګه د فعاله او په سياسي توګه د مستحكم هېواد په حېث مخ په وړاندے روان دے۔ په ملاقات كښې د قومي اهميت په چارو او سياسي صورتحال هم خبرې وشوې۔