سپريم كورټ د آرټيكل 184 ترمخه په ډاګه كړی چې وزيراعظم د چوكۍ څخه اخوا كېدې نشي٬په پريكړه مخالفه ډله د مايوسۍ ښكار شوې۔سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې

سپريم كورټ د آرټيكل 184 ترمخه په ډاګه كړی چې وزيراعظم د چوكۍ څخه اخوا كېدې نشي٬په پريكړه مخالفه ډله د مايوسۍ ښكار شوې۔سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21اپریل2017ء) سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق وئېلي دي د سېنېټ غونډې ځنډولو پريكړه سمه نه ده٬ سپريم كورټ د آرټيكل 184 ترمخه په ډاګه كړی چې وزيراعظم د چوكۍ څخه اخوا كېدې نشي٬د پريكړې په راتلو مخالفه ډله د مايوسۍ ښكار شوې۔د جمعې پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې د مېډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل مونږ پھ پارلمان كښې خبره كول غوښتل او چيئرمېن غونډه وځنډوله۔

ده ووئيل د 2013 په ټول ټاكنو كښې د داسې بې قلارۍ په نتيجه كښې پيپلز ګوند ماتې سره مخ شوې ؤه او دا حركتونه به سباؤن كښې هم د هغوي د ماتې سوب وګرځي۔ده ووئيل پيپلز ګوند په سېنېټ كښې د جے آئي ټي رد كولو اعلان كړی وو خو سپريم كورټ د پانامه كيس پريكړی سره په ډاګه كړه چې د آئين آرټيكل 184 ترمخه وزيراعظم چوكۍ څخه اخوا كېدې نشي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عدالت د جے آئي ټي جوړولو حكم كړی او د وزيراعظم وكيلان هغې ته هم ځواب وركولې شي۔

د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دلته يو كس وئېلي دي چې عدالتونه د نواز شريف پھ ضد چرې هم پريكړه نه كوي۔د دې مطلب دا دے چې عدالتي پريكړه د نواز شريف پھ حق كښې ده۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دا ضروري نه ده چې وزيراعظم استعفٰی وركړي او جے آئي ټي ته وړاندې شي۔