د وزيراعظم نامه پانامه پيپرز كښې نه وه خو بيا هم هغه خپل ځان احتساب له وړاندې كړو۔شېخ روحيل اصغر

د وزيراعظم نامه پانامه پيپرز كښې نه وه خو بيا هم هغه خپل ځان احتساب له وړاندې كړو۔شېخ روحيل اصغر

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 21اپریل2017ء) د مسلم ليګ(ن)لارښود شېخ روحيل اصغر وئېلي دي د وزيراعظم نامه پانامه پيپرز كښې نه وه خو بيا هم هغه خپل ځان احتساب له وړاندې كړو۔راډيو پاكستان سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل د وزيراعظم محمد نواز شريف په پانامه پيپرز كښې ذكر هم نه ؤه۔ده ووئيل د پاكستان عدالتونه آزاد دي او قاضيانو د پريكړې اورولو سره د نورو پلټڼو لپاره د جے آئي ټي جوړولو امر كړی دے۔