عمران خان د دھرنو او اولسي غونډو په مهال تقريرونو كښې د نورو كردار ته د ګوتې نيولو او تورونو لګولو نوے كلتور معرفي كړې۔ سياستمدار بايد د يو بل د دريځ او عزت نفس خيال وساتي۔

پارلمان د ټولو مسئلو حل له يو غوره فورم دے۔ خېبر پختونخوا كښې په سركاري نګرانۍ كښې د هائي پرېشر لائن څخه ګاز غلا كيږي۔ د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي نجي ټي وي چېنل سره خبرې

عمران خان د دھرنو او اولسي غونډو په مهال تقريرونو كښې د نورو كردار ته د ګوتې نيولو او تورونو لګولو نوے كلتور معرفي كړې۔ سياستمدار بايد د يو بل د دريځ او عزت نفس خيال وساتي۔
 پارلمان د ټولو مسئلو حل له يو غوره فورم دے۔ خېبر پختونخوا كښې په سركاري نګرانۍ كښې د هائي پرېشر لائن څخه ګاز غلا كيږي۔ د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي نجي ټي وي چېنل سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 06 اگست 2016ء) د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي وئيلي دي عمران خان د دھرنو او اولسي غونډو په مهال تقريرونو كښې د نورو كردار ته د ګوتې نيولو او تورونو لګولو نوے كلتور معرفي كړې۔ سياستمدار بايد د يو بل د دريځ او عزت نفس خيال وساتي۔ پارلمان د ټولو مسئلو حل له يو غوره فورم دے۔ خېبر پختونخوا كښې په سركاري نګرانۍ كښې د هائي پرېشر لائن څخه ګاز غلا كيږي۔

د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير په پاكستان مسلم ليګ (ن) د بډو تورونه مسترد كولو سره ووئيل په ټولو صوبو كښې د بېلو ګوندونو حكومتونه دي او دا يو عام تاثر دے چې د خېبر پختونخوا حكومت تر ټولو زيات كرپټ دے۔ مونږ له دا پرېكړه د كال 2018ء په ټول ټاكنو كښې په اولس پرېښودل پكار دي۔ اولس به دا پرېكړه وكړي چې كار چا كړې او بډو كښې ككړ څوك وو۔

ده ووئيل خېبر پختونخوا كښې په سركاري نګرانۍ كښې د هائي پرېشر لائن څخه ګاز غلا كيږي۔ پكار خو دا وه چې صوبائي حكومت د دې مخنيوي له ګامونه پورته كړې وې۔ بلكې د اېس اېن جي پي اېل لخوا چې كله كنكشنې كټ كړې شوې نو صوبائي حكومت د ډي سي او او ډي پي او د لارې دا غېر قانوني كنكشنې بيا بحال كړے۔ وفاقي وزير ووئيل د هېواد معيشت كښې استحكام د وفاقي حكومت اولنۍ ترجيح ده۔

دې لپاره فعاله ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل كال 2013ﺀ كښې هېواد ديواليه كېدو ته نزدے ؤ ولې د نواز شريف په مشرۍ كښې نن هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ په لار روانېدو سره سره د امن مركز هم جوړيږي۔ وفاقي وزير ووئيل اولس ته ارزانه او پرله پسې برېښنا وركول باوري كولو له كوټلې ګامونه پورته كولې شي۔ او مونږ دا عزم لرو چې تر كال 2017ء به هېواد څخه لوډشېډنګ ختمولو كښې كامياب شو۔

د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د مسلم ليګ (ن) غړو لخوا قامي اسمبلۍ كښې د عمران خان په ضد د نا اهلۍ ريفرنس جمع كړې شوې او دا د هر غړي خپل حق دے۔ اوس به د دې پرېكړه الېكشن كمېسيون كوي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف سړكونو ته راتلل مونږ لپاره هېڅ مسئله نه ده۔ ولې چې مسئلې په سړكونو نه هوارېږي۔ د ټولو معاملو حل له تر ټولو غوره فورم پارليمان دے۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل سندھ كښې بايد رېنجرز ته اختيارات وركړے شي او دا د سندھ حكومت په حق كښې هم دي۔ ولې چې رېنجرز دلته د امن وضعه ښه كولو كښې مهم كردار ترسره كوي۔