د هندي داخله وزير په حكم مقبوضه كشمير كښې 100 څخه زيات كشمريان شهيد او75د سترګو نظر څخه محروم كړې شوي دي۔ د سفاراتي آدابو ترمخه ده ته هركلې ووئيلې شو۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير برجېس طاهر ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 04 اگست 2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير برجېس طاهر وئيلي دي د هندي داخله وزير په حكم مقبوضه كشمير كشې 100 څخه زيات كشمريان شهيد او 75 د سترګو نظر څخه محروم كړې شوي دي۔ د سفاراتي آدابو ترمخه ده ته هركلې ووئيلې شو۔ وفاقي وزير د زيارت په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرې كولې۔ ده ووئيل د هندي داخله وزير سارك كنفرنس كښې خپل مصروفيت ؤ۔

په كومه ايجنډا چې كنفرنس ؤ هغه پكښې ګډون وكړو۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مقبوضه كشمير كښې د هند ترهګري او بربريت د ده په حكم كيږي۔ د ده په حكم 100 كشميريان شهيد شوي او 75 كسان د سترګو نظر څخه محروم كړے شوي دي۔ د ده په راتګ په لويه كچه احتجاج شوے۔ ولې بياهم پاكستان د سفارتي آدابو ترمخه ده ته هركلې ووې او دده مېلمستيا ئې وكړه۔ د ده كنفرنس پرېښودلو سره هېڅ فرق نه پرېوځي۔ نورو هېوادونو ته هم وزيران ځي او راځي ولې د هند په كشمير مسئله شور د چور مچائے شور واله خبره ده۔ (وا/ض ض/ګ ل/2130)