په پاك افغان پوله د ښاردار تار لګولو عمل پيل شوې، د باجوړ او مهمند ایجنسیو پوله ايزو سيمو زيات خطرناك زونز كښې ښاردار تار لګولو ته پام لرنه كولې شي،د وګړو تحفظ باورې كولو له به ټول وسائل کارولې شي، زياته منظم،محفوظ او امناكه پوله د دواړه هېوادونو پھ شريكه ګټه ده، د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ مهمند او اورکزئی ایجنیسو كښې د پوله ايزو سيمو دورې په مهال د پاك پوځ ځوانانو سره خبرې اترې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 25مارچ2017ء) د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوید باجوہ وئيلي دي په پاك افغان پوله د ښاردار تار لګولو عمل پيل شوې، د باجوړ او مهمند ایجنسیو پوله ايزو سيمو زيات خطرناك زونز كښې ښاردار تار لګولو ته پام لرنه كوو،د وګړو تحفظ باورې كولو له به ټول وسائل کارولې شي ، زياته منظم،محفوظ او امناكه پوله د دواړه هېوادونو پھ شريكه ګټه ده۔

د آئی اېس پی آر له مخې سرلښكر دا خبرې د خالي په ورځ د مهمند او اورکزئی ایجنیسو پوله ايزو سيمو دورې په مهال د پاك پوځ ځوانانو سره په خپلو خبرو كښې وكړي۔ جنرال قمر باجوہ ووئيل پولې سره د معمول له مخې د فضائی څارنې نه ځانله په پاك افغان پوله اضافی ټیکنیکل سرویلېنس ذريعې هم لګولې شوي۔ ده ووئيل پاك پوځ به د هېواد دفاع او امن خوښې پاکستانی قبائلو حفاظت او تحفظ له ټول ضروری وسائل كاروي۔

ده ووئيل دوه اړخيزه بارډر منیجمنٹ میکنزم له د افغان چارواكو سره هڅې روانې دي۔ زيات منظم،محفوظ او امناكه پوله د دواړه هېوادونو په ګټه ده كومو چې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې غیر معمولی قربانۍ وركړي۔جنرال قمر باجوہ ووئيل فاټا قامی دائره كښې شاملول په قامی ګټه دي۔قبائلی سيمو كښې كوټلې امن او استحکام په غرض په پرمختيائي كارونو تندۍ سره عملدرآمد كېږي۔

سرلښكر ته په دې موقع د پولې په امنيتي منیجمنټ، د پولې پورې غاړه څخه د ترهه ګرۍ په خطر او د پولې پورې غاړه څخه په پاکستانی پوستو د ترهه ګرو بريدونو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې شو۔ سرلښكر سوران او کلایه كښې هم پوځي ځوانانو سره خبرې اترې وكړي او د هغوي لوړه حوصله ،آپریشنل تیاری او د پولې پورې غاړه څخه ترهه ګرو له د بريدونو ځواب ئې وستائلو۔

سرلښكر په اینټلی جنس بېسډ عمليات (آئی بی او) كښې د 5 ترهه ګرو په نښه كول وستائل او د عمليات پھ مهال میجر مدثر او د دوه ځوانانو په شهادت ئې هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔جنرال قمر باجوہ ووئيل زه هېواد د فسادیانو څخه د پاكولو په هڅو كښې د امنيتي ځواكونو او پاکستانی اولس په لويو قربانیو وياړ لرم۔ دې نه وړاندې د پېښور کور لیفټېننټ جنرال نذیر احمد بټ په راتږ د سرلښكر هركلے وكړو۔(ص ف/ص ف/2045)