د سفيرانو كنفرنس به اقتصادي سفارتكارۍ او په نړيواله كچه د كشمير مسئله رامخې ته كولو له مرستياله وګرځي۔امريكا او چين كښې د پاكستان سفيرانو او ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي مليحه لودهي اے پي پي سره خبرې

د سفيرانو كنفرنس به اقتصادي سفارتكارۍ او په نړيواله كچه د كشمير مسئله رامخې ته كولو له مرستياله وګرځي۔امريكا او چين كښې د پاكستان سفيرانو او ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي مليحه لودهي اے پي پي سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د سفيرانو درې ورځني كنفرنس كښې شريكو د امريكې٬چين او ملګرو ملتونو كښې د پاكستان سفيرانو وئېلي دي د سفيرانو كنفرنس به اقتصادي سفارتكارۍ او په نړيواله كچه د كشمير مسئله رامخې ته كولو له مرستياله وګرځي۔د دې خيالاتو څرګندونه امريكا كښې د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني٬ چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد او ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي د شورو په ورځ د كنفرنس پھ موقع اے پي پي سره خپلو خبرو كښې وكړه۔

د سفيرانو درې ورځنې كنفرنس وزيراعظم محمد نواز شريف رابللې وو چې پكښې د واشنګټن٬بيجنګ٬نوې ډېلۍ٬افغانستان٬ نيويارك٬يو اېن جنيوا٬ويانا٬برسلز او ماسكو كښې د پاكستان سفيرانو ګډون وكړو۔امريكا كښې د پاكستان سفير جليل عباس جېلاني ووئيل د كنفرنس د لارې سفيرانو ته په اوسني چېلنجونو بحث كولو او د هغې لرې كولو پھ غرض د پالېسۍ جوړولو موقع ترلاسه شوې۔

ده ووئيل وزيراعظم په سفيرانو زور راوړې چې د هېواد پرمختګ لپاره اقتصادي سفارتي هڅې تندې كړئ۔د دې نه ځانله په كنفرنس كښې د كشمير په معامله د كشميري اولس د خوداراديت غوښتنې اخلاقي٬سفارتي او سياسي مرستې روانې ساتلو باندې هم زور راوړولې شوې۔ده ووئيل وزيراعظم سفيرانو ته سپارښتنه كړې چې پھ خپل اړوندو هېوادونو كښې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د اړخه پھ بې ګناه كشميريانو د ظلمونو او د بشري حقونو خلاف ورزۍ رامخې ته كړي۔

ده دا تاثر رد كړو چې پاكستان په سفارتي كچه يوازې كېږي۔ده ووئيل د امريكې سناتور جان مكين د وزيرستان دورې پھ موقع د ترهه ګرۍ مخ نيوي كښې د پاكستان كردار ستائېلې وو۔ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي ووئيل د كشمير مسئله د كنفرنس پھ ايجنډا شامله وه دې عزم څرګند كړو چې د وزيراعظم د امر په رڼا كښې ملګرو ملتونو كښې مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونهو د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزي رامخې ته كولو له به سفارتي مهم روان ساتلې شي۔

مليحه لودهي ووئيل د كشمير شخړه د هند او پاكستان ترمينځه د امن ناكه خبرو اترو د لارې هوارې شي۔چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد ووئيل پھ كنفرنس كښې ستراتېژېكي اهميت لرونكي چين سره ګڼ اړخيزه اړيكو ته پام لرنه شوې۔ده ووئيل كنفرنس د سي پېك پروژې پھ وخت بشپړولو زور راوړلې ۔ وزيراعظم كنفرنس ته خطاب كښې وئېلي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژې نه پس چين سره اړيكو ته خاص اهميت ترلاسه شوې كومه چې اقتصادي ګيم چېنجرز پروژه ده٬د سي پېك پروژې سره به ايران٬افغانستان او مينځني آسيا رياستونو ته هم ګټه ورسي۔

ده ووئيل پاكستان به افغانستان سره امن او استحكام له هڅې روانې ساتي۔د كنفرنس په اختتامي سېشن كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف٬د وزيراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز٬خاص مرستيال طارق فاطمي او د خارجه چارو وزارت چارواكو ګډون وكړو۔(وا/ض ض/ګ ل)