د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر د خطاب تصديق شوې كاپي قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوه ٬ بحث به د ګل په ورځ پېل كېږي

د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر د خطاب تصديق شوې كاپي قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوه ٬ بحث به د ګل په ورځ پېل كېږي

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د پارلمان شريكې غونډې ته د اولس مشر د خطاب تصديق شوې كاپي قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوې ٬ د اولس مشر په خطاب به بحث د ګل په ورځ پېل كېږي۔د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد د جون په وړومبۍ نېټه كال 2016 د اولس مشر د وېنا تصديق شوې كاپي ايوان ته وړاندې كړه۔وفاقي وزير تحريك وړاندې كړو چې ايوان دې د اولسمشر په خطاب بحث وكړي۔ وفاقي وزیر میا ریاض حسېن پیرزادہ د تحریك تائید وكړو۔ شېخ آفتاب احمد ووئيل د مخالفې ډلې مشر سید خورشید احمد شاہ به د ګل په ورځ د اولس مشر په خطاب بحث پېل كوي۔