وزیراعظم محمد نواز شریف د توان پروژو د كار په پېشرفت د اطمينان څرګندونه وكړه٬

وزیراعظم د پاك چين اقتصادي لارې له مخې د توان منصوبو د كار د رفتار په باقاعده توګه د جاج اخستو امر وكړو٬ وزیراعظم د خپلې آئيني مودې تر پائې هېواد څخه د لوډشېډنګ د ختمولو د عزم پخلے وكړو۔د محمد نواز شریف د توان د روانو او د راتلونكو منصوبو د جاج اخستو غونډې ته وېنا

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د توان پروژو د كار په پېشرفت د اطمينان څرګندونې سره د اوسني حكومت په آئينې موده كښې د توان په كمي قابو موندلو له متنوع توان منصوبې په موثره توګه كاروي۔ده دا خبرې د نهې په ورځ وزیراعظم هاؤس كښې د توان د روانو او د راتلونكو منصوبو د جاج اخستو غونډې ته خپله وېنا كښې كړې۔

وزیراعظم د خپلې آئيني مودې تر پائې هېواد څخه د لوډشېډنګ د ختمولو د عزم پخلے وكړو۔ده ووئيل دا خبره د ډاډ وړ ده چې د توان ټولې روانې منصوبې په ممكنه كم لګښت ترسره كولې شي ۔ وزیراعظم د پاك چين اقتصادي لارې له مخې د توان منصوبو د كار د رفتار په باقاعده توګه د جاج اخستو امر وكړو۔ وزیراعظم دا هم امر وكړو چې په هېواد كښې د توان په ټولو منصوبو عملدرآمد كښې سپېځلتيا باوري كړېئ۔

وزيراعظم ووئيل زمونږ مقصد هېواد كښې د توان لوډشېډنګ كمول دي كوم چې د ځينو كلونو راهسې كورني او صنعتي مصرف كوٶنكي ځپلي دي۔ده ووئيل مونږ مصرف كوٶنكو ته نه يوازې زياته برېښنا وركول غواړو بلكې ارزانه برېښنا وركولو له هم لوظي يو دغسې چې ھغوي د هېواد په سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې برخه واخلې ۔په غونډه كښې د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار ٬ د پنجاب اعلٰې وزير شهباز شريف ٬د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي ٬د اوبو او برېښنا سېكتر محمد يونس ډهاګه او نور اعلٰې چارواكي موجود وو۔(م ع/ض ض/ګ ل/1857)