د ضرب عضب عملياتو د كاميابې نه پس د كډوالو بحالي لوي چېلنج دے۔ رستم شاه مومند

د ضرب عضب عملياتو د كاميابې نه پس د كډوالو بحالي لوي چېلنج دے۔ رستم شاه مومند

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) نامتو تجزيه كار رستم شاه مومند وئيلي دي د نېشنل اېكشن پلان لا موثره كولو ضرورت دے۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل د ضرب عضب عملياتو د كاميابې نه پس د كډوالو بحالي يو لوي چېلنج دے۔ ده ووئيل صوبائي حكومت د كاميابو عملياتو نه پس د فاټا او د قبائيلي سيمو د بحالې كار نه دے كړے۔ د كراچې عملياتو په اړه ده ووئيل رېنجرز د شدت خوښو په ضد ټارګېټډ آپرېشن كوي خو ځېنې سياسي ګوندونه په دې عملياتو اندېښنه لري۔ رستم شاه ووئيل دا عمليات د كوم ګوند په ضد نه بلكې دا د ترهګرو په ضد روان دي۔