قامي اسمبلۍ كښې پارلماني ګوندونو د احتساب عمل سپيځلې جوړولو له د قانون سازۍ اونورو چارو جاج اخستلو له د شريكې پارلماني كمېټۍ جوړولو تجويز سره اتفاق وكړو

قامي اسمبلۍ كښې پارلماني ګوندونو د احتساب عمل سپيځلې جوړولو له د قانون سازۍ اونورو چارو جاج اخستلو له د شريكې پارلماني كمېټۍ جوړولو تجويز سره اتفاق وكړو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) قامي اسمبلۍ كښې ټولو پارلماني ګوندونو د احتساب عمل سپيځلې جوړولو له د قانون سازۍ او د نورو چارو جاج اخستلو له د شريكې پارلماني كمېټۍ جوړولو تجويز سره اتفاق كړې۔ د كمېټۍ جوړولو تجويز د حكومت د اړخه وفاقي وزير زاهد حامد وړاندې كړو۔د مخالف ګوندونو لخوا دريځ خپل كړې شوې چې د احتساب كوټلي قانون د وخت حاجت دے٬په دې لړ كښې دې تاخير ونه كړې شي بايد د احتساب ادارې سياسي مقصد له ونه كارولې شي دغسې د اېم كيو اېم لخوا قامي احتساب(بدلون) بل 2016 هم ايوان ته وړاندې كړے شو كوم چې اړوندې كمېټۍ ته وسپارلې شو۔

د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ په غونډه كښې د اېم كيو اېم غړي شېخ صلاح الدين د خپلو ملګرو سره تحريك وړاندې كړو چې د قامي احتساب بدلون بل 2016 وړاندې كولو اجازه دې وركړې شي۔د قانون وزير زاهد حامد ووئيل په دې لړ كښې دوه٬درې بلونه راغلي٬قائمه كمېټۍ يوه ذيلي كمېټي هم جوړه كړې وه دغسې چې د دې بلونو جاج اخستلو سره متفقه بل راوړاندې كړې شي۔حكومت هم دې خبره كښې خوښي لري چې د احتساب يو بل راوړي۔

ښه به دا وي چې په دې معامله د سېنېټ او قامي اسمبلۍ شريكه كمېټي جوړه كړی شي كومه به چې قامي احتساب كمېشن ايكټ كښې په بدلون كولو اتفاق پیدا كوي۔دا بل دې دا مهال موخر كړې شي۔شېخ صلاح الدين ووئيل كه پارلماني كمېټي جوړه شي نو دا به ښه وي۔عمران ظفرلغاري ووئيل په دې وړاندې هم تاخير شوې بايد كومه هم اداره سياسي مقصد له ونه كارولې شي٬زر تر زره دې كمېټي جوړه كړې شي۔

د سپيكر په وېنا د قامي وزير زاهد حامد ووئيل په دې لړ كښې پارلماني لارښود او سېنېټ به باور كښې اخستلو سره مخ په وړاندې ځو۔ده ووئيل مونږ يو آزاد او قامي احتساب كميسون غواړو۔سپيكر د قانون وزير ته ووئيل چې نن دې مشاورت وكړې شي۔صاحبزاده طارق الله ووئيل چې په هېواد كښې د ټولو لويه مسئله كرپشن دې او ټول سياسي ګوندونه هېواد كرپشن څخه پاكول غواړي بايد دا مسئله زر تر زره حل شي او د احتساب نوې قانون جوړول د وخت تقاضا ده۔

زر تر زره دې كمېټۍ اعلان وكړې شي۔سپيكر د قانون وزير ته سپارښتنه وكړه چې د كمېټۍ په جوړولو كښې دې د ټولو صوبو او فاټا خيال وساتلې شي۔عيسٰی نوري هم پارلماني كمېټۍ جوړولو ته سلا شوه٬سپيكر بل وړاندې كولو په اړه د ايوان څخه رائے ترلاسه كړې۔د ايوان څخه تحريك منظورېدو نه پس شېخ صلاح الدين قامي احتساب كمېشن بدلون بل 2016 ايوان ته وړاندې كړو۔