جعلي شناختي كارډ او پاسپورټ قامي سلامتيا لپاره خطر دے٬راروانو دوه مياشتو كښې به د جعلي كارډونو جوړونكو پھ ضد مقدمې درج كول پیل شي

٬د كومې سزا چې 14 كاله زندان تېرول دي٬د ستمبر څخه به د جعلي شناختي كارډ لرونكو نيول پیل كړې شي٬د كراچۍ عمليات به تر منطقي انجام رسولې شي۔داخله وزير چوهدري نثار علي خان خبري كنفرنس ته خطاب

جعلي شناختي كارډ او پاسپورټ قامي سلامتيا لپاره خطر دے٬راروانو دوه مياشتو كښې به د جعلي كارډونو جوړونكو پھ ضد مقدمې درج كول پیل شي
٬د كومې سزا چې 14 كاله زندان تېرول دي٬د ستمبر څخه به د جعلي شناختي كارډ لرونكو نيول پیل كړې شي٬د كراچۍ عمليات به تر منطقي انجام رسولې شي۔داخله وزير چوهدري نثار علي خان خبري كنفرنس ته خطاب

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي دي جعلي شناختي كارډ او پاسپورټ قامي سلامتيا له خطر دے دا به پھ هر صورت ختمولې شي٬د يوې مياشتې نه كمه موده كښې د دې كمپائن د ډاډ وړ نتيجې رامخې ته شوي او د وګړيو د اړخه 26 لكه پیغامونه نادرا ته ترلاسه شوي او 18 لكه پیغامونه نادرا ليږلي٬ 37 زره وګړو پھ هېلف لائن كال كړی او تراوسه 23 زره غېر متعلقه كسان پھ ګوته كړی شوي٬راروانو دوه مياشتو كښې به د جعلي كارډونو جوړونكو پھ ضد مقدمې درج كول پیل شي٬د كومې سزا چې 14 كاله زندان كښې تېرول دي٬د ستمبر څخه به د جعلي شناختي كارډ لرونكو نيول پیل كړې شي٬د كراچۍ عمليات به تر منطقي انجام رسولې شي٬په سندھ كښې رينجرز 154 عمليات كړي چې پكښې 533 كسان نيولې شوي٬د نېشنل ايكشن پلان په 20 كښې په 15 نكتو پیشرفت د ډاډ وړ دے٬د هند داخله وزير سره ملاقات ته سترګې په لار يم ۔

د ګل په ورځ پنجاب هاؤس كښې د كراچۍ عملياتو په اړه د رينجرز اختيارات٬شناختي كارډونو تصديق كمپائن او نېشنل ايكشن پلان په اړه خخبري كنفرنس ته ده ووئېل د نېشنل ايكشن پلان پھ حقله راروانه اونۍ كښې به يوه غونډه رابللې شي چې پكښې به سرلښكر او د استخباراتي ادارو مشران هم رابللې شي۔پھ غونډه كښې به په شوې پېشرفت او سباؤن لپاره په تګلار غور كولې شي۔

داخله وزير ووئيل د شناختي كارډونو تصديق لپاره 6 مياشتې وخت وركړی شوې وو٬وړومبۍ مياشت ختمه شوې۔ده ووئيل تېره مياشت كله چې دا عمل پیل شو نو مېډيا او تجزيه كارو دا پھ مثبت انداز وړاندې كړی وو خو ځينې كسانو پھ دې تنقيد كولو٬ ده ووئېل د قدر وړ يوې ورځپاڼې پھ يوه اداره كښې په دې خبرې كړی وه خو هغه ټولې غلطې وي۔ده ووئيل ځينې ورځپاڼو په دې معامله زمونږ لارښودنه كړی زه د هغوې مننه كوم او د هغوي تنقيد ته هركلے وائيم۔

ده ووئيل د جعلي شناختي كارډونو مسئله زمونږ پھ دور كښې نه ده رامخې ته شوې خو دا مسئله د وړاندې نه راروانه ده۔ده ووئيل د جعلي شناختي كارډونو پھ كمپائن د مېډيا د كردار مننه كوم۔ده مېډيا ته خواست وكړو چې هغوي خپل دا ډول كردار روان وساتي۔ده ووئيل چا چې په دې كمپائن كښې شك لرلو بايد اوس صورتحال په ډاګه شي٬د اولس او نادرا په مرسته مونږ دا مسئله حل كولې شو ځكه چې د نادرا اهلكارو په سلا دا جعلي شناختي كاردونه جوړ كړي شوي٬ ده ووئېل اوس مونږ پخپله د وګړو څخه دا پوښتنه كوو چې غېر اړوند كس پخپله په ګوته كړي۔

ده ووئيل داسې څلور كسان هم شته چا چې پخپله ټېليفوني تماس نيولو نادرا نه پخپله جعلي شهريت ختم كړی٬ وفاقې وزير ووئېل مونږ هيله لرو چې دا شمېره به هغه وخت زياته شي كله چې د نيولو عمل پیل شي او مقدمې درج شي ٬ده ووئېل كومو غېر ملكيانو چې ګډ جوړ باندې جعلي شناختي كارډونه ترلاسه كړي د هغوي سره دا آخرنۍ مياشت ده چې خپل جعلي شناختي كارډ پخپله ختم كړي او د دې نه پس به د هغوي پھ ضد كاروائي كېږي او هغه به د هېواد څخه ويستلې شي۔

ده وويئل د راروانې مياشتې څخه به جعلي شناختي كارډونه په ګوته كونكو له د لس زرو روپو انعام وركولو سلسله هم پیل كړی شي دغسې چې دا كمپائن ګړندې شي۔ده ووئيل د جعلي شناختي كارډونه ختمول قامي سلامتيا له ضروري دي۔ده په مېډيا زور راوړو چې دې كمپائن ته پام لرنه وكړي او په دې كمپائن كښې مرسته هم وكړي۔ده ووئيل د جعلي شناختي كارډونو نيولو لپاره نادرا يو بل مشق هم كوي او د دغې نه ځانله د استخبارتي څانګو د لارې هم د جعلي شناختي كارډونو د نيولو كار روان دے۔

د 2011 نه وړاندې په دې اړھ هېڅ فريم ورك نه وو٬ ده ووئېل 2011 كښې 26 ٬ 2012 كښې 493 شناختي كارډونه بلاك شوي٬زمونږ حكومت 2015 كښې 96 زره څخه زيات او سږ كال تراوسه 1 لك 11 زره څخه زيات جعلي شناختي كارډونه بلاك كړی۔ده ووئيل جعلي پاسپورټ او شناختي كارډونه قامي سلامتيا له خطر دے دا به پھ هر صورت ختمولې شي۔ده ووئيل د پي ټي اے پھ مرسته پھ دريو مياشتو كښې د كروړونو سيمونو د تصديق عمل بشپړ شوې او 8 نيم كروړه سيمونه د تصديق نه كېدو پھ وجه ختم كړی شوي۔

ده باور څرګند كړو چې د جعلي شناختي كارډونو د ختمولو كمپائن به د خپل وخت نه هم وړاندې كامياب شي۔ده ووئيل د وزيراعظم په مشرۍ غونډه كښې د رينجرز اختياراتو په اړه خبره شوې وه خو د مېډيا راپورونو له مخې پھ دې حقله پېشرفت شوې ځكه زه زياته خبره كول نه غواړم هيله ده نوې اعلٰی وزير به پھ دې حقله پېشرفت وكړي۔ده ووئيل يو عجيبه صورتحال وو چې سول آرمډ ځواكونو پھ كراچۍ كښې د ليګل كور نه غېر موجود وو٬دوه پوځيان كوم چې د ورځې شهيدان كړی شول او تر دې وخته دا معلومه نه شوه چې د دې پھ شا څوك دي٬ ده ووئېل په لاړكانه كښې د رينجرز د اهلكار شهادت هم سنجيده معامله ده خو سول آرمډ فورسز دا وخت په قانوني توګه رسپانډ كولو په پوزيشن كښې نه دے۔

ده ووئيل په كراچۍ كښې د رينجرز موجودګۍ ته دې د سياست په وجه زيان ونه رسولې شي۔ده ووئيل د كراچۍ پھ عملياتو كښې تراوسه 31 افسران او ځوانان شهيدان شوي دغسې 89 ژوبل شوي ۔داخله وزير ووئيل د وزيراعظم پھ مشرۍ غونډه كښې دې ته سلا راغلې وه چې وفاقي حكومت په دې معامله څه كول غواړي خو هغې ته حاجت پیښو نه شو۔وفاقي حكومت د سندھ حكومت او ټولو سياسي ګوندونو په رايه د كراچۍ عمليات پیل كړي وو۔

دې عملياتو ته د ټول هېواد د اولس ملاتړ ترلاسه دے۔ده ووئيل هيله لرم چې د رينجرز اختياراتو نوټفيكېشن نه پس به د كراچۍ عمليات په صحيح ډول مخ په وړاندې لاړ شي او هر ځل به د رينجرز د اختياراتو مسئله نه پیدا كېږي۔ده ووئيل د سارك غونډه به نن د نهې ورځې څخه پیل كېږي پھ دې كښې د هندي داخله وزير سره كوم انفرادي يا دوه اړخيزه ملاقات ته سلا نه ده راغلې۔