د قامي اسمبلۍ هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ د 34مې غونډې شيډول او ايجنډې منظوري وركړه

د قامي اسمبلۍ هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ د 34مې غونډې شيډول او ايجنډې منظوري وركړه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔ یکم اگست۔2016ء) د قامي اسمبلۍ هاؤس بزنس اېډوائزري كمېټۍ د 34مې غونډې شيډول او ايجنډې منظوري وركړې ده چې له مخې به يې غونډه تر 2 اونو دوام لري۔د ګل په ورځ غونډه د سپيكر سردار اياز صادق په مشرۍ پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔غونډه كښې د 34م سېشن په شيډول او ايجنډا غور وشو۔پھ غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه٬مولانا فضل الرحمان٬حاجي غلام احمد بلور٬محمود خان اچكزئي٬آفتاب احمد خان شېرپاؤ٬غوث بخش خان مهر٬سيد غازي ګلاب جمال٬ډاكټر عارف علوي٬ډاكټر فاروق ستار٬عبدالرشيد ګوډېل٬وفاقي وزيرانو زاهد حامد٬برجيس طاهر٬رياض حسېن پيرزاده٬شېخ آفتاب احمد٬د قامي اسمبلۍ غړو سيد نويد قمر٬چوهدري محمد اشرف٬ډاكټر شېرين مزاري٬غلام سرور خان او صاحبزاده طارق الله ګډون وكړو۔

په غونډه كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پھ خصوصي توګه پارلماني لارښودو ته د ګډون بلنه وركړې وه۔په غونډه كښې ګډون كونكو پبلك اكاؤنټس كمېټۍ كښې د 6 سناتورانو ګډون كولو خوښي څرګنده كړه۔