سياست كښں د عمران خان د راتګ نه پس د تورونو٬ دروغو او بهتان يو نوې دور پېل شوې٬ عمران خان په فشار اچولو او دروغ وئيلو د خوښې پرېكړې غواړي،

نواز شريف او شهباز شريف كله هم د قانون او مېرټ په ضد كار نه دې كړې۔ د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود او د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23فروری2016ء) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود او د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي سياست كښې د عمران خان د راتګ نه پس د تورونو٬ دروغو او بهتان يو نوې دور پېل شوے٬ عمران خان په فشار اچولو او دروغ وئيلو د خوښې پرېكړې غواړي٬ نواز شريف او شهباز شريف كله هم د قانون او مېرټ په ضد كار نه دې كړې۔ د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د پانامه كېس پرېكړه لرې نه ده٬ پټيشنر دا كېس د عدالت په ځائ په مېډيا كښې مخ په وړاندې بيائې۔

ده ووئيل په بنيادي توګه دا سياسي كېس دے٬ دا په قانوني بنيادونو نه دې شوې۔ سعد رفيق ووئيل د عمران خان د سياست د تجزيې نه معلومېږي چې هغه يوازې ادارې په فشار كښې د راوستو او د خوښې پرېكړې ترلاسه كولو ريكارډ لري٬ ۔ ده ووئيل پاكستان به د مسلم ليګ ﴿ن﴾ او وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې مخ په وړاندې بوتللې شي۔