په ستره محكمه كښې د تحريك انصاف دلائل كوم وزن نه لري٬ د پانامه كېس خپل انجام پلو روان دے٬ پرېكړه به د آئين او قانون له مخې وي٬

د لنډې لارې او د بلې دروازې سياست خپل انجام ته رسېدلې٬ پي ټي آئي د وارداتو عادت لري۔ د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز خبريالانو سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23فروری2016ء) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز وئيلي دي په ستره محكمه كښې د تحريك انصاف دلائل كوم وزن نه لري٬ د پانامه كېس خپل انجام په پلو روان دے٬ پرېكړه به د آئين او قانون له مخې وي٬ د لنډې لارې او د بلې دروازې سياست خپل انجام ته رسېدلې٬ پي ټي آئي د وارداتو عادت لري۔ د زيارت په ورځ خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل وخت تېرېدو سره سره د پانامه كېس خپل انجام پلو روان دے٬ ده ووئيل د پېټيشن كوونكو لخوا د تېرو څلورو كلونو په مهال بېلا بېل بيانونه وركړې كېږي خو نن په وړومبي ځل مخالف وكيل په عدالت كښې دلائل وركولو كښې ريښتيا ووئيل چې هغه د عدالت وخت ضايع كوي۔

ده ووئيل مخالفين يو خوا وائي چې كومه هم عدالتې پرېكړه وي قبلولې به شي او بلخوا عدالت ته د دړكو وركولو لړې روانه ده۔ ده ووئيل نن عدالت په بېلا بېلو موقعو وئيلي د پي ټي آئي لخوا چې د ورځپاڼو كومې ټوكړي او د ردې كوم كاغذونه جمع كړې شوي ٬ هغه د اورېدنې نه دي او پرېكړه به د قانون او د آئين له مخې كولې شي۔ ده ووئيل كوم يو كس لپاره په آئين كښې بدلون نه شي كېدے۔