وزيراعظم نواز شريف لنډي كوتل كښې ترافيكي پېښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

وزيراعظم نواز شريف لنډي كوتل كښې ترافيكي پېښه كښې په شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔30 جولائی۔2016) وزيراعظم نواز شريف د خېبر ايجنسۍ لنډي كوتل سيمه كښې د جنج لارۍ په سېلاب كښې د لاهو كېدو پېښې په نتيجه كښې په شوي شوي قيمتي ځاني زيان د افسوس څرګندونه كړې۔ د وزيراعظم دفتر ميډيا ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه وزيراعظم حق رسېدليو كسانو له د بخښنې او غمژنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا وكړه۔

وزيراعظم اېن ډي اېم اے او نورو اړوند چارواكو ته بچ شوي كسانو ته د غوره طبي اسانيو وركولو هدايت وكړو۔ وزيراعظم پېښه كښې د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ ***********29********* حكومت د پېټروليم مصنوعاتو نرخونه راروانه مياشت په ځائې د ساتلو اعلان وكړو اسلام آباد ۔ 30 جولائی (اے پی پی) حكومت د پېټروليم مصنوعاتو نرخونه راروان مياشت په ځائې د ساتلو اعلان كړے۔

د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار د خالي په ورځ د پېټرولیم مصنوعاتو نرخونو كښې د رد وبدل نه كولو اعلان كولو سره سره ووئيل وزيراعظم نواز شريف د پېټرولیم مصنوعاتو نرخونو كښې د زياتي نه كولو امر كړے۔ د پېټرول نرخ به تر 31 اګست 2016ء په ځائې ساتلې شي۔ وفاقی وزیر ووئيل حكومت به دې لړ كښې د 2 ارب روپو سبسډي زغمي۔ ده ووئيل پاكستان كښې اوس هم د پېټرولو نرخ د نورو هېوادو په مقابله كښې كم دے۔