پاكستان د سرجيكل سټرائيك په اړه هندۍ ادعا رد كړه زمونږ د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلې شي٬د هند د كوم هم جارحيت د ځواب وركولو بشپړ صلاحيت لرو٬هند دې د يو اېن مبصر مشن له په اېل او سي د سيز فائر خلاف ورزو څارنې لپاره د سيمې دورې كولو اجازه وركړي٬د امريكې سره د قيادت په كچه د مثبتو رابطو خوښي لرو،

پاكستان اسرائيل نه تسليموي٬د امريكې پشمول ټول هېوادونه دې د افغان مفاهمتي عمل له د سهولت كارۍ په اړه د پاكستان كردار تسليم كړی٬ بنګله دېش كښې د حسينه واجد د كاميابۍ هركلے كوو۔د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل اوونيز پرېس بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03جنوری 2019ء) د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل يو ځل بيا د پاكستان لخوا د هند د سرجيكل سټرائيك ادعا رد كولو سره وئېلي دي زمونږ د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلې شي٬د هند د كوم هم جارحيت ځواب وركولو بشپړ صلاحيت لرو٬هند دې د يو اېن مبصر مشن له په اېل او سي د سيز فائر خلاف ورزو څارنې لپاره د سيمې دورې كولو اجازه وركړي٬د امريكې سره د قيادت په كچه د مثبتو رابطو خوښي لرو٬پاكستان اسرائيل نه تسليموي٬د امريكې پشمول ټول هېوادونه دې د افغان مفاهمتي عمل له د سهولت كارۍ په اړه د پاكستان كردار تسليم كړی٬په بنګله دېش كښې د حسينه واجد د كاميابۍ هركلے كوو۔

د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځوابونو وركولو سره وياند د سرجيكل سټړائيك په اړه د هند ادعا په سختۍ رد كولو سره ووئېل د پاكستان پوځ متحرك او چمتو ولاړ دے۔زمونږ د امن خواهش دې كمزوري ونه ګڼلې شي۔ پاكستان د هر ډول جارحيت ځواب وركولو له چمتو دې۔وياند ووئيل پاكستان د ټولو ګاونډيانو سره په ټولو چارو د خبرو اترو خوښې لري۔

ده ووئيل پاكستان ثابت قدم دے خو هند د خبرو اترو څخه ډډه كوي۔د پاكستان او امريكې اړيكو په اړه وياند ووئيل پاكستان د امريكائي قيادت سره د مثبتو رابطو خوښې لري۔ده ووئيل د امريكې اولس مشر اوسني ريماركس د 01 جنوري د هغه د ټويټ څخه مختلف دي ٬ مونږ د مثبت پيشرفت هركلې كوو۔ وياند ووئيل د كشكير شخړه سيمه ايزه ده او دا مسئله د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو د لارې حل كيدې شي۔

د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ګلګت بلتستان د جمو او كشمير رياست برخه ده د د ې پريكړه د استواب رائے د لارې كيدې شي۔ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه منع كړي۔وياند ووئيل هند دې د يو اين مبصر مشن له په ايل او سي د سيز فائير خلاف ورزو مانيټرنګ لپاره د سيمې دورې كولو اجازه وركړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پاكستان په بنګله دېش كښې د نوې ټاكلې حكومت هركلې كوي او ډهاكه سره اړيكې ښه كول غواړي۔

وياند د يو زر پاكستانو عسكرو يمن ته د لېږلو په اړه د نيويارك ټائمز راپور سختۍ سره رد او دا ئې بې بنسټه وګرځولو۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل په مصر كښې په سمندري بيړۍ كښې د ګيرو شوو پاكستانيانو هلته څخه راستلو لپاره په قاهره كښې د پاكستان مشن ځائې چارواكو سره په تماس كښې دے او ډير زر به هغوي هېواد ته راوستلې شي۔