ختيز افغانستان نښته كښې د امريكې 5 عسكر ژوبل شول ،هلمند او لوګر كښې دکارروائیو په مهال د کمانډر پشمول 5 طالبان مړه،

غزنی كښې په يوه نښته كښې 3پولیس اهلکار مړه شوي ، ننګرهار كښې په فضائی کارروائۍ كښې د داعش نور 8شدت خوښو د وژلو ادعا

کابل (پاکستان پوائنٹ نیو ز 29۔جولائی۔2016ء) ختيز افغانستان كښې په نښته كښې د امريكې 5 عسكر ژوبل شوي دي ،هلمند او لوګر كښې د کارروائیو په مهال د کمانډر پشمول 5 طالبان مړه شوي دي ،غزنی كښې په يوه نښته كښې 3 پولیس اهلکار مړه شوي ، ننګرهار كښې په فضائی کارروائی كښې د داعش نورو 8 شدت خوښو د وژنې ادعا شوي ده ۔ د افغان میډیا له مخې افغانستان كښې اعلیٰ امریکائي کمانډرجنرل جون نکلسن تصدیق کړې چې ختيز افغانستان كښې په يوه نښته كښې د امريكې 5 عسكر ژوبل شوي ۔

ميډيا له مخې دا نښته په ننګرهار كښې شوي ۔ کابل كښې پھ يوه چاؤدنه كښې يو كس ژوبل شوے دے ۔ دا چاؤدنه د کابل خیرخانه سيمه كښې هغه وشوه كله چې د پوليس يو ګاړې دغه ځائې څخه تيريدو۔ هلمند او لوګر كښې پھ کارروائیو كښې د کمانډر پشمول 5 طالبان مړه شوې دي ۔ چارواكو له مخې دوه طالبان نيولې شوي هم دي۔ غزنی كښې په يوه نښته كښې د درې پولیس اهلکارو د وژنې تصدیق شوے ۔ نښته هغه مهال وشوه كله چې طالبانو په يوه پوسته بريد وكړو ۔ مړو شويو اهلكارو كښې يو مشر پولیس چارواكې هم شامل دي۔ ننګرهار كښې په فضائی کارروائی كښې د داعش د 8 نورو شدت خوښو د وژنې ادعا شوي ده ۔ (ص ف/ض ض/ګ ل/وس/1543)