د عراق پارلمان د عراق د نوي داخله وزير د غوره كولو منظوری وركړه

د عراق پارلمان د عراق  د نوي داخله وزير د غوره كولو منظوری وركړه

بغداد (پاکستان نیوز پوائنٹ 01 فروری2016ء) د عراق پارلمان دفاع وزارت او داخله وزارت لپاره د نويو وزيرانو غوره كولو منظوری وركړې۔ بریګیډیئر جنرل عرفان الحیالی به د دفاع وزیر او قاسم الاعرجی به د داخله وزیر چوكۍ سنبالوي۔ د عراقي ميډيا له مخې د دفاع نوي وزير عرفان الحیالی تعلق د عراق پارلمان د يو سیاسی بلاك سره دے دغسې د نوې داخله وزير قاسم الاعرجی تعلق د بدر تنظیم سره دے۔ بدر تنظیم يو ګوند دے كوم چې د عراق د مخالفې ډلې يو پخوانې لارښود باقر الحکیم په 1980 كښې جوړ كړے و۔ د عراق ټیلی وژن له مخې پارلمان د دواړو وزيرانو د غوره كولو منظوری وركړې۔