تاجكستان كښې د واورو كمرو لوېدو په نتيجه كښې د مړو شمېره 7 ته رسېدلې

تاجكستان كښې د واورو كمرو لوېدو په نتيجه كښې د مړو شمېره 7 ته رسېدلې

دوشنبے (پاکستان نیوز پوائنٹ 30جنوری2016ء) تاجكستان كښې د واورو كمرو رالوېدو په نتيجه كښې د مړو شويو كسانو شمېره 7 ته رسېدلې۔د ابلاغ ذريعو ترمخه د تاجكستان ايمرجنسي سروس خپل يو بيان كښې وئېلي چې د پايه تخت دوشنبےاو خوجند ترمينځھ په ستره لاره د واورو كمرې رالوېدلي چې په نتيجه كښې ئې پنځه تنه مړه شوي۔دا ډول يوه بله پیښه پامير سيمه كښې رامخې ته شوه چې په نتيجه كښې يې دوه كسان مړه شوي۔ذريعو وئېلي دي چې په ځپليو سيمو كښې د رېسكيو عمليات روان دي ۔چارواكو د مړو په شمېره كښې د زياتوالي اندېښنه هم ښودلې۔د كمېټۍ وياند وئېلي چې تېره ورځ د واورو كمرو رالوېدو په سوب 800 كسان محفوظو ځايونو ته منتقل شوي۔(وا/وس/1847)