د افغانستان اټارني جنرل آفس د رشید دوستم او د 9 محافظانو د نيولو احكامات جاري كړه

کابل (پاکستان نیوز پوائنٹ 24جنوری2016ء) د افغانستان اټارني جنرل آفس د نائب صدر رشید دوستم او د 9 محافظانو د نيولو احكامات جاري كړي۔ د افغان ميډيا له مخې په محافظانو د رشيد دوستم د سيمه ايز حريف احمد اېشي د تخښتولو او ھغه سره د بد سلوكۍ تورونه دي۔ اټارني جنرل فرید حامدي ميډيا ته وئيلي دي چې د قانون له مخې په اټارني جنرل آفس ته د نه وړاندې كېدو په صورت كښې رشيد دوستم معطل او په كور كښې نظر بند كېدې شي ۔)ص ف/ګ ل/1330)