امريكې تر ډېرې مودې پاكستان سره خپلو اړيكو ته د افغانستان په نظر كتلي ٬

امريكې له پاكستان سره خپلې اړيكې مخ په وړاندې بوتللو لپاره پاكستان سره د استحكام او اقتصادي پرمختګ لوظونه واضحه كول پكار دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې ښې كول د امريكائي پوځ سلامتيا ٬ افغانستان كښې د مشن كاميابۍ ٬ منطقه كښې استحكام او د پاكستان او امريكې قامي سلامتيا له ضرورې دي۔ د امريكائي سېنېټ غړي جان مېكن فنانشل ټائمز كښې مضمون

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د امريكائي سېنېټ غړي جان مېكن وئيلي دي امريكې تر ډېرې مودې پاكستان سره اړيكو ته د افغانستان په نظر كتلي دي٬ امريكې له پاكستان سره خپلې اړيكې مخ په وړاندې بوتللو له پاكستان سره د استحكام او اقتصادي پرمختګ لوظونه واضح كول پكار دي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې ښې كول د امريكائي پوځ سلامتيا او افغانستان كښې د مشن كاميابۍ ٬ منطقه كښې استحكام او د پاكستان او امريكې قامي سلامتيا له ضرورې دي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده فنانشل ټائمز كښې پخپل يو مضمون كښې كړې۔ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو اوسنې تاٶ تريخوالې ٬ پاكستان سره د مرستې كولو په لړ كشې ستونزې او د امريكائي كانګرېس لخوا په دفاعي سامان خرڅولو په لړ كښې د سبسډي وركولو نه د يرېدو ذكر كولو سره ده ووئيل د دې په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اړيكې لا كمزورې شي ۔

ده ووئيل دې ټولې وضعې او د ستونزو باوجود به د دواړو هېوادونو د مشرانو شكونه زياتېدو ته نه پرېږدو۔ده ووئيل د دواړو هېودونو له مخئ د ترهه ګرۍ مخينوي ٬ اتومي سلامتيا او سيمه ايز استحكام مهم او د سمدستي نوعيت چارې دي۔۔ده ووئيل د پاكستان د مرستې نه غېر په پاك افغان پوله د ترهه ګرو په ضد افغانستان كښې د امريكې مشن كاميابي ترلاسه كول ګرانه ده او هم دا وجه ده چې د پاكستان او افغانستان ترمېنځه نزدې مرسته ضروري ده ۔

ده ووئيل د امريكې او پاكستان ترمېنځه د اړيكو ښه والې د امريكائي پوځ سلامتيا او افغانستان كښې د مشن كاميابۍ ٬ منطقه كښې استحكام او د پاكستان او امريكې قامي سلامتيا له هم ضرورې دے۔ده ووئيل امريكې ٬ پاكستان او افغانستان له به د شريك دښمن ترهه ګرۍ په ضد يو موټې كېدل وې دغسې چې په منطقه او نړۍ كښې امن راشي ۔(ص ف/ض ض/ګ ل/وس/2147)