د سوريې پھ كرد اكثريتي ښار كښې د ځانمرګي بمي بريد په نتيجه كښې 44 كسان وژل شول

د سوريې پھ كرد اكثريتي ښار كښې د ځانمرګي بمي بريد په نتيجه كښې 44 كسان وژل شول

دمشق (پاکستان پوائنٹ نیوز۔27 جولائی۔2016) د سوريې پھ كرد اكثريتي ښار كښې د ځانمرګي بمي بريد په نتيجه كښې 44 كسان مړه او 140 ژوبل شوي دي ٬ داعش د بريد ذمه واري قبوله كړی۔د سوريې سركاري ټي وي راپور له مخې د تركيې پولې سره نزدې په شمالي ختيز قامشلي ښار كښې د چاودېدونكو توكو څخه په ډك ګاډي يو ځانمرګي بريد كونكي خپل ځان په چاودنه والوزولو او په نتيجه كښې يې 44 كسه مړه او 140 شوي۔د روغتون ذريعو وئېلي دي پھ ژوبل شويو كښې د يو شمېر حالت اندېښمن دے۔پھ دې بريد كښې د كرد دفترو يو كمپلېكس پھ نښھ كړې شوې دې۔(م ع/ض ض/وس/1840)