د تركيې د خارجه وزير لخوا په بهر هېوادونو كښې د سفيرانو اخوا كولو اعلان

د تركيې د خارجه وزير لخوا په بهر هېوادونو كښې د سفيرانو اخوا كولو اعلان

انقرہ (پاکستان پوائنٹ نیوز۔26 جولائی۔2016) د ترکیې خارجه وزير مولود چاووش اوګلو اعلان كړې چې د پوځي بغاٶت د ناكامې هڅې له مخې ګڼ شمېر سفيران به اخوا كولې شي۔ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل كه چرې امريكې د تركيې مذهبي شخصيت فتح الله ګولن مونږ ته ونه سپارلو نو د انقراه او واشنګټن ترمېنځه اړيكې به وځپلې شي۔ د ترکیې حكومت په ګولن د انقلاب د ناكامه هڅې د ماسټر مائنډ تور لګوي او ګولن دا تور رد كړې۔ ده زياته كړې چې د راتلونكې دورې په مهال به د امريكائي ذمه وارو سره په دې لړ كښې ملاقات كوو۔ د دې څخه وړاندې د واشنګټن چارواكو د تركيې په پوځي بغاوت كښې د ګولن د ككړ كېدو ښكاره ثبوت غوښتې ٶ۔ د قانوني پوهانو له مخې د ګولن په سپارلو كښې څو كلونه تېرېدې شي۔(م ع/ګ ل/1614)