كوالالمپور (پاکستان نیوز پوائنٹ 23دسمبر2016ء) په مالېزيا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 14 كسان مړه شوي دي۔ د مېډيا راپورونو له مخې په مړو كسانو كښې د سنګاپور وګړي هم شامل دي۔ د پوليسو له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې په جوهور ايالت كښې يو بس بې قابو كېدو سره ژورې كندې ته پرېوتو۔ د پوليسو له مخې په دې پېښه كښې 14 كسان مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ ﴿م ع/ م ع 1458﴾
په مالېزيا كښې په ټرافيكي پېښه كښې 14 كسان مړه شوي دي
7 کال لومړی