په تركيه كښې د سفير د وژنې پلټنې روانې دي٬ په بيړه كومې نتيجې ته رسېدل مناسب نه دي۔ روسيه

په تركيه كښې د سفير د وژنې پلټنې روانې دي٬ په بيړه كومې نتيجې ته رسېدل مناسب نه دي۔ روسيه

ماسكو (پاکستان نیوز پوائنٹ 22دسمبر2016ء) د روسيې حكومت وئيلي دي انقره كښې د سفير د وژنې د ذمه وارو په اړه لا څه نشي وئيلې كېدې۔ د المانې مېډيا له مخې د روسيې حكومت وياند دېمتري پېشكوف وئيلي دي په دې لړ كښې شريكې پلټنې روانې دي او د دې عمل ترسره كېدو نه پس د بريد اصل ذمه وارو په اړه څه نشي وئيلې كېدې۔ ده ووئيل په بيړه كومې نتيجې ته رسېدل مناسب نه دي۔ د يادونې وړ ده د تركيې خارجه وزارت د دې بريد ذمه وار د فتح الله ګولن تحريك ګرځولې دې۔