ټوله نړۍ كښې سږ 57 خبريالان وژلي شوي

ټوله نړۍ كښې سږ 57 خبريالان وژلي شوي

پېرس (پاکستان نیوز پوائنٹ 21دسمبر2016ء) ټوله نړۍ كښې سږ 57 خبريالان د وظيفې ترسره كولو په مهال وژلي شوي دي۔د شورو په ورځ د ميډيا آزادۍ له د كار كوٶنكي ډلې راپوټرز ود آٶټ بارډرز پحقله وئيلي دي سږ كال يوازې سوريه كښې د وژلې شوو خبريالانو شمېره 19 ته رسېدلې او د دې نه پس په دوېم لمبر افغانستان كښې 10 خبريالان وژلي شوي٬ مېكسيكو د 9 خبريالانو وژنې نه بس په درېم لمبر دے۔

په كال 2016 كښې عراق كښې 5 خبريالان وژلې شوې ۔ رپورټرز ود آٶټ بارډرز وئيلي دې د كال 2015 په مقابل كښې دا شمېره لږه ده او د دې سوب دا دے چې خبريالان خطري هېوادونو لكه افغانستان ، عراق ، یمن او په خاص توګه سوريې څخه په لويه شمېره محفوظو هېوادونو ته تللي دي٬ رپورټرز ود آؤټ بارډرز زياته كړه چې د كال 2016 په مهال 9 بلاګرز او 8 ميډيا وركران هم وژلي شوي دي۔