سوريه كښې يو نيم زر ياغيانو وسله وغورزوله

سوريه كښې يو نيم زر ياغيانو وسله وغورزوله

دمشق (پاکستان نیوز پوائنٹ 15دسمبر2016ء) د سوريه اولسمشر بشار اسد لخوا د عامې بخښنې اعلان نه پس ګڼو ترهه ګرو وسله غورزولې ده۔ د سوريه سرکاری خبري اژانس سانا راپور له مخې د سوريه اولس مشر بشار اسد لخوا د عامې بخښنې اعلان نه پس د جنوبی دمشق کناکر كلي يو نيم زر وسله والو ياغيانو وسله غورزولې او خپل ځان ئې اړوندو ادارو ته سپارلې دې ۔ ياغیانو خپله وسله اړوندو ادارو ته سپارلې او د معمول ژوند تيرولو اعلان ئې کړې او دې نه پس ئې په داسې تخریبی کارروائیو كښې د برخې نه اخستو لوظ كړې كومې چې د قامی سلامتیا لپاره زيانمنې وي،