د پاكستان اولس ٬ سياسي او عسكري قيادت د حرمېن شريفېن دفاع لپاره د سعودي سره ولاړه دي سوشل ميډيا ګتوره او تعليم لپاره كارول په پياوړه تربيې ممكن ده ۔ سردار محمد یوسف

د پاكستان اولس ٬ سياسي او عسكري قيادت  د حرمېن شريفېن دفاع لپاره د سعودي سره ولاړه دي سوشل ميډيا ګتوره او تعليم لپاره كارول په پياوړه تربيې ممكن ده ۔ سردار محمد یوسف

مدینه منورہ (پاکستان نیوز پوائنٹ 23نومبر2016ء) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد یوسف وئيلي دي د پاكستان اولس ٬ سياسي او عسكري قيادت د حرمېن شريفېن دفاع لپاره د سعودي عربستان سره ولاړ دي ۔ د میا محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د پاكستان ټول ا ولس هرې قربانۍ وركولو له چمتو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده مدینه پوهنتون كښې نړيوال كنفرنس ته وكړه۔

كنفرنس كښې د پوهنتون وي سي حاتم مرذوتی په شمول د 30 هېوادونو وزيرانو ٬ علماﺀ كرامو او استازي شريك وو۔ د كنفرنس پرانستې دستورې ته وفاقي وزير ووئيل مسجدِ نبوی ته نزدې دې كنفرنس كښې مونږ به ذمه وارۍ دا اعلان كوؤ چې د حوثيانو لخوا په خانه كعبه د بريد هڅه د غندنې وړ ده۔ ده ووئيل د خادم الحرمېن شریفېن په مشرۍ كښې د سعودي حكومت لخوا د حرم پراختيا د ستائلو وړ ده۔ او دلته حاجيانو او عمره كوؤنكو ته هر ډول اسانۍ وركولې شي ۔ سردار محمد یوسف ووئيل سعودي اسلامي نړۍ لپاره يو مهم هېواد دے۔(وا/ض ض/1930)