بايد امریکا پېرس كښې د شوې نړيوالې ماحولیاتی لوظنامې احترام وكړي۔ اولاند

بايد امریکا پېرس كښې د شوې نړيوالې ماحولیاتی لوظنامې احترام وكړي۔ اولاند

رباط (پاکستان نیوز پوائنٹ 16نومبر2016ء) د فرانس اولس مشر فرانسوا اولاند وئيلي دي بايد امریکا پېرس كښې د شوې نړيوالې ماحولیاتی لوظنامې احترام وكړي۔ د فرانس اولس مشر لخوا دا بيان د ډونلډ ټرمپ د امريكې اولس مشر ټاكل كېدو نه پس رامخې ته شوے۔ مراکش كښې د ملګرو ملتونو ماحولیاتی بدلون په اړه يو کنفرنس ته په خپل خطاب کښې ده ووئيل تېر كال پېرس كښې شوې لوظنامه په قانونی توګه او حقیقت كښې نا قابل تنسیخ ده۔اولانډ ووئيل امریکا کوم چې د نړۍ لوئ معیشت دے ، بايد د خپلې ذمه وارۍ احترام وكړي د كومې ئې چې لوظ كړې۔ (ص ف/وا/1400)