د امريكې نوې ټاكل شوے اولس مشر اتومي تړون نه شي بدلولې۔ د اېران اولس مشر

د امريكې نوې ټاكل شوے اولس مشر اتومي تړون نه شي بدلولې۔ د اېران اولس مشر

تهران (پاکستان نیوز پوائنٹ 10نومبر2016ء) د اېران اولس مشر حسن روحاني وئيلي دي چې د دې خبر هېڅ امكان نشته چې ګني د امريكې نوې ټاكل شوے اولس مشر ډونلډ ټرمپ به د نړيوالو طاقتونو او د اېران ترمېنځه شوے اتومي تړون بدل كړے شي۔ د اېرانې مېډيا له مخې كه هر څو ډونلډ ټرمپ ادعا كړې چې هغه به دا تړون له مېنځه يوسي خو د اېران اولس مشر روحاني وئيلي دي چې د اېران تړون كوم يو هېواد يا حكومت سره نه دې شوے بلكې دا د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د يو قرارداد د لارې منظورې كړے شوے۔ ده ووئيل چې يو هېواد د دې تړون منسوخ كولو واك نه لري۔