پوپ فرانسس به د فروری په میاشت كښې د اماراتو دوره کوي

پوپ فرانسس به د فروری په میاشت كښې د اماراتو دوره کوي

ابوظهبی (پاکستان پوائنٹ نیوز یکم جنوری 2019ء) د ویټی کن پوپ فرانسس به په فروری 2019م كښې د متحده عرب اماراتو دوره کوي۔ د ویټی کن وياند اعلان كړے چې پوپ به د 3 نه تر 5 فروری د ابوظهبی دوره کوي چرته به چې د بشري اخوت په سرخط د نړۍ د مذهبونو ترمينځه مکالمه كېږي۔ د ابوظهبی ولی عهد شیخ محمد بن زید آل نهیان او په اماراتو كښې کیتھولک كليسا هغه له د دې دورې بلنه وركړې۔