په افغانستان كښې كېدونكې د اولس مشر ټاكنې وځنډولې شوې

په افغانستان كښې كېدونكې د اولس مشر ټاكنې وځنډولې شوې

كابل (پاکستان پوائنٹ نیوز28دسمبر 2018ء) افغانستان كښې د راتلونكې كال اپرېل مياشت كښې كېدونكې د اولس مشرې ټاكنې ځنډولې شوې۔ د امريكائي نشرياتي ادارې له مخې د افغانستان د ټاكنو كميسون نائب وياند عبدالعزيز ابراهيمي خبريالانو ته وئيلي دي د اولس مشۍ ټاكنې د اكتوبر په مياشت كښې په پارلماني ټاكنو كښې د پېدا شوو تكنيكي ستونزو له امله ځنډولې شوې ۔ ده ووئيل د رايو وركوونكو تصديق او عملې ته د بائيو مېټرك نظام په تربيه وركولو كښې به ډېر وخت پكار وي۔ د افغانستان د ټاكنو خپلواكه كميسون د اولس مشرې ټاكنو لپاره لا د كومې نوې نېټې اعلان نه دې كړې۔