هند٬ د اترپردېش ايالت واكمنو د دوو نوو پرمختيائي اتهارټي جوړولو پرېكړه

هند٬ د اترپردېش ايالت واكمنو د دوو نوو پرمختيائي اتهارټي جوړولو پرېكړه

لکھنوء (پاکستان پوائنٹ نیوز26دسمبر 2018ء) د هند د اترپردېش ايالت واكمنو د دوو نوو پرمختيائي اتهارټيز جوړولو پرېكړه كړې ده چې پكښې يوه بنديل كهنډ پرمختيائي اتهارټي او دوېمه پوروانچل (ختيز يو پي) پرمختيائي اتهارټي ده۔ د ميډيا ذريعو له مخې دا پرېكړه تېره ورځ د اعلٰې وزير يوګي په مشرۍ كښې د كابينې په غونډه كښې شوې ٬ د دواړو اتهارټو صدر به اعلٰې وزير پخپله وي او دوه دوه نائب صدران به ئې هم وي او دغسې يوولس ٬ 11 كسان به هم په دې اتهارټو كښې شامل وي۔ د اتهارټيز جوړولو مقصد د بندیل کھنډ او خيتيز یو پي كښې د پرمختيائي كارونو رفتار ګړندې كول او ځائي اولس له ټولۍ آسانۍ وركول دي۔