د كابل په ځانمرګي بريد او ډزو كښې د حق رسېدلېو كسانو شمېره 43 ته ورسېده

د كابل په ځانمرګي بريد او ډزو كښې د حق رسېدلېو كسانو شمېره 43 ته ورسېده

كابل (پاکستان پوائنٹ نیوز25دسمبر 2018ء) د افغانستان په پلازمينه كابل كښې د ګل په ورځ په ځانمرګي بريد او ډزو كښې د حق رسېدلېو كسانو شمېره 43 ته رسېدلې۔ د افغانستان د روغتيا وزارت چارواكو له مخې د پبلك وركس په وزارت په بريد كښې لس كسان ژوبل شوي هم دي۔ د فرانس خبري اژانس راپور له مخې بريد كوونكو د دفتر ودانې ته د ننوتلو نه وړاندې چاودنه كړې وه او بيا ئې ډزې پېل كړې كومې چې يو ساعت روانې وې۔ په دې موقع افغان امنيتي ځواكونو په سمدستي توګه كارروائي كولو سره درې نيم سوه ملازمين بچ كړي دي.