ترال كښې د 6 ځوانانو په شهادت پرله پسې په درېمه ورځ هړتال

ترال كښې د 6 ځوانانو په شهادت پرله پسې په درېمه ورځ هړتال

سرینګر (پاکستان پوائنٹ نیوز24دسمبر 2018ء) مقبوضه کشمیر كښې د هندي ځواكونو لخوا د شپږ ځوانانو په شهادت د ضلع پلوامه په ترال سيمه كښې نن په درېمه ورځ پرله پسې هړتال روان دې۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې په ياد شوې سيمه كښې ماركيټونه او كاروباري مراكز بند او په سړك د ګاډو تګ راتګ هم معطل دے۔ د شهيدانو كورنيو سره د خواخوږۍ او يوالي څرګندونې روانه ده۔ د يادونې وړ ده هند قابضو ځواكونو د خالي په ورځ په ترال سيمه كښې د جامه تلاشۍ په كاروائۍ كښې شپږ ځوانان شهيدان كړې وو۔