مصري ځواكونو په قبطي مسيحي ټولنه د بريدونو هڅه شنډه كړه٬ 8 جنګيالي وژل شوي

مصري ځواكونو په قبطي مسيحي ټولنه د بريدونو هڅه شنډه كړه٬ 8 جنګيالي وژل شوي

قاهره (پاکستان پوائنٹ نیوز21دسمبر 2018ء) د مصر پوليسو په پايه تخت قاهره او خوا او شا سيمو كښې 8 جنګيالي وژلي دي۔ د مصر د كورنيو چارو د وزارت لخوا په جاري شوي يو بيان كښې وئيلي شوي دي چې د وژل شويو كسانو تعلق حسم ډلې سره دے۔ د دې ډلې په اړه وئيلي كېږي چې دا د لغوا ډلې اخوان المسلمون نه جلا شوې وه۔ پوليسو په قاهره كښې د يوې چاپې په مهال څلور شكمن كسان نيولي هم دي۔ په بيان كښې وئيلي شوي دي چې دې كسانو د كرسمس په موقع د بريدونو پلان تيار كړے و۔ د يادونې وړ ده چې قبطي مسيحي ټولنه د جنورې په 7مه نېټه كرسمس لمانځي۔