په دې لړ كښې د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار د چين ايګزيم بينك مشر جانګ چينګ سونګ سره ملاقات كړې۔د ملاقات په مهال د چائنه ايګزم بانك سباؤن كښې د پاكستان مرستې روانو ساتلو ته سلا شوي۔ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار ووئيل چې پاك۔چين اړيكې د سي پیك په صورت كښې لا ښه كېږي٬پاكستان د ايګزيم بانك په پارټنرشپ كښې نوې پروژې پېل كول غواړي٬د ايګزيم بانك مرستې سره ملتان سكهر٬ستره لار او د سي پیك ځينې پروژۍ په تندۍ سره بشپړېږي۔
وفاقي وزير ووئيل چې د كرنټ اكاؤنټ په خساره قابو موندلو او برآمدات زياتولو لپاره ګامونه روان دي۔ده وئيل چې پاكستان مينو فيكچرنګ سېكټر ته وده وركولو٬برآمدات زياتولو٬كاروبار لپاره سازګار حالات جوړولو او د نورو اصلاحاتو لړۍ روانه ده۔ده ووئيل د پاكستان په پرمختيائي بجټ كښې دا ډول پروژې شاملولې شي كومې به چې د دې اصلاحاتو په نفاذ كښې مرستياله وي۔
د سي پېك له مخې 9 اقتصادي زون جوړول به د پاكستان په تجارتي خساره قابو موندلو كښې مرستياله وي۔وفاقي وزير ووئيل چې په آئل اينډ ګېس سېكټر او نورو ځينو څانګو كښې د عمل وړ پروژې پېل كولو ته پام كېږي۔د دې اقداماتو سره به ځوانانو لپاره د ملازمتونو نوې موقع پیدا كړې شي او پائيدار معيشت ته به وده ترلاسه شي۔د ايګزيم بانك مشر ووئيل چې د ايګزيم بانك مرستې له امله د سي پېك ځينې پروژې په پاكستان كښې روانې دي٬د سرمايه كارۍ په توګه پاكستان د ايګزيم بانك وړومبې پارټنر جوړ شوې۔په سباؤن كښې به هم پاكستان سره د مرستې دا لړۍ روانه وي۔ده ووئيل چې د سي پېك روانې پروژې به په پاكستان كښې د پرمختګ اهداف ترلاسه كولو كښې مرستياله ثابت شي۔