د هند ممبۍ ښار روغتون كښې د اور لګېدو پېښه – 6 كسان مړه – 146 ژوبل

د هند  ممبۍ ښار روغتون كښې د اور لګېدو پېښه – 6 كسان مړه – 146 ژوبل

ممبئۍ(پاکستان پوائنٹ نیوز18دسمبر 2018ء) د هند ممبۍ ښار په اي اېس آئي سي كامګار روغتون كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې د دوه مياشتو كوچني په شمول 6 كسان مړه او 146 نور ژوبل شوي دي۔ د هندي چارواكو ترمخه د ممبۍ اندھيري ايسټ سيمه كښې د روغتون په څلورم منزل كښې ناڅاپي اور ولګېدو كوم چې د سترګو رپ كښې خپرېدو سره بې قابو شو۔ د رېسكيو چارواكو وېنا ترمخه د اور دلاسه ټوله ودانۍ له لوګو ډكه شوه۔ د پېښې په نتيجه كښې د دوه مياشتو كوچني په شمول 6 كسان مړه او 146 نور ژوبل شول۔ رېسكيو اهلكارو د مرستې كارروائۍ په مهال 147 كسان بچ كړل۔ بلخوا د انتظاميې چارواكو د پېښې په اړه پلټنې پېل كړې دي۔