پاك چين افغانستان درې اړخيزه مذاكراتي فورم به منطقه كښې امن ٬ استحكام او معاشي پرمختګ لپاره ډېر ګټور وي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي افغان چيف اېګزېكټو عبدالله عبد الله سره خبرې

پاك چين افغانستان درې اړخيزه مذاكراتي فورم به منطقه كښې امن ٬ استحكام او معاشي پرمختګ لپاره ډېر ګټور وي۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي افغان چيف اېګزېكټو عبدالله عبد الله سره خبرې

کابل (پاکستان پوائنٹ نیوز15دسمبر 2018ء) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاك چين افغانستان درې اړخيزه مذاكراتي فورم به منطقه كښې امن ٬ استحكام او معاشي پرمختګ لپاره ډېر ګټور وي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د خالي په ورځ كابل كښې د درې اړخيزې غونډې په مهال د افغان چيف اېګزېكټو عبد الله عبد الله سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ووئيل افغانستان سره پخوانۍ كلتوري ٬ مذهبي او سياسي اړيكې لرو۔

د افغانستان چیف اېګزېکټو عبداللہ ووئيل افغانستان كښې امن په ځائې كولو له په مرسته كولو د پاكستان وزيراعظم عمران خان او خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه كوو۔ شاہ محمود قریشی ووئيل دواړه هېوادونه د تېرو 40 كلونو څخه د ترهګرۍ عفريت مقابله كوي۔ د پاک چین افغانستان درې اړخيزه مذاكراتي فورم به منطقه كښې امن ٬ استحكام او معاشي پرمختګ له ډېر ګټور ثابت شي۔ ده ووئيل افغانستان كښې د امن په ځائې كېدو اثرات نه يواځې دواړو هېوادونو له مهم دي بلكې دا به په ټوله منطقه هم پرېوځي۔